د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دې وزارت اړوند د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستله، په دې ازموینه کې درې تنو په شرایطو وړ کسانو د ازاد رقابت له لارې ګډون کړی وو او خپله ازموینه یې په تحریري او تقریري بڼه ترسره کړه.
یاده ازموینه د ټاکل شوې کمېټې له لوري واخیستل شوه چې په یاده کمېټه کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني او د استخدام آمر محترم قاري عبدالباري حضور لري.
د یادونې وړ ده چې یاد بالمقطع بست د برېښنایي پېژندپاڼو د فورمونو د ثبت او اړوندو معلوماتو د درج کولو لپاره وو.
