د پیامبر اعظم (ص) د پیاوړتیا د ستر مرکز د پرانیستې تر څنګ د اشارې ژبې او سپینې امسا نړیوالې ورځې ونمانځل شوې

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۹:۳۵
sa

د پیامبر اعظم (ص) د پیاوړتیا د ستر مرکز د پرانیستې تر څنګ د اشارې ژبې او سپینې امسا نړیوالې ورځې ونمانځل شوې

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د نابینایانو او نه اورېدونکو وګړو د نړیوالې ورځې نمانځنې تر څنګ د پیامبر اعظم (ص) د پیاوړتیا مرکز (مرکز توانبخشي) فعال او په رسمي توګه معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه پرانیست.

د نابینایانو او نه اورېدونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نمانځنې او د پیامبر اعظم د پیاوړتیا مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ، د معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې بنفشه یعقوبي، د مشرانو جرګې سناتورانو، معلولینو، نابینایانو او نه اورېدونکو وګړو ګډون درلود.

په پیل کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ټولنیزو خدمتونو رییس سید عالم هاشمي د ښه راغلاست تر څنګ د یاد مرکز په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړانده کړه. ورپسې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د نابینایانو او نه اورېدونکو د نړیوالې ورځې له کبله ټولو معلولینو ته مبارکي وویله زیاته یې کړه، چې دغه ورځې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او یاد وزارت هم تېر کال دغه ورځ د پخواني اجراییه رییس په حضور کې د معلولینو په پراخ ګډون سره ونمانځله.

ښاغلي آریوبي وویل، چې معلولیت لرونکو وګړو ته په مختلفو برخو کې د اسانتیاوو او امکاناتو برابرولو برخه کې ډېر کار شوی، چې د پیامبر اعظم د پیاوړتیا مرکز پرانیسته یې ښه بېلګه ده. زیاته یې کړه، چې معلولیت لرونکو وګړو ته د زده کړو، کارموندنې، اقتصادي پیاوړتیا، ټولنیز او سیاسي ګډون، فزیکي لاسرسي او نورو برخو کې دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره د همکارۍ دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او وخت پر وخت له ټولو ادارو د کړنو راپور اخیستل کېږي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې معلولیت لرونکي وګړي روغتیایي برخه کې ډېرو مرستو ته اړتیا لري، دغه مرکز دوی ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړ شوی او هڅه یې دا ده، چې د دې مرکز د پراختیا او نور سمبالښت لپاره مرستې او همکارۍ جلب کړي.

ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د شهیدانو د ورثې او معلولینو ستونزو ته د بشپړې رسیدنې په موخه یې ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي؛ په مستقیمه توګه د یاد قشر د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل، دوی ته د نمرو وېش، د حقوقو پر وخت ورکړه، بانکي سازي، د اسنادو او وثیقو د څېړنې ژر بشپړول، د برېښنایي تذکرو وېش، د اسایشګاوو جوړول، کارموندنه او د روغتیایي خدمتونه برابرول یې د سفرونو اساسي موخې دي.

ښاغلي آریوبي د پیامبر اعظم پیاوړتیا مرکز پرانیسته یو ستره لاسته راوړنه وګڼله وویل، چې دلته به معلولیت لرونکو وګړو ته په وړیا توګه د فزیوتراپۍ، ارتورپیدي، د بدن د مصنوعي غړو جوړولو، غوږ او پزې، سترګو او رواني مشورو په برخو کې معلولینو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي. نوموړي څرګنده کړه، چې دا مرکز په نویو، عصري او پرمختللو روغتیایي وسایلو سمبال او متخصص ډاکټران د ناورغانو په چوپړ کې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د روغتیایي خدمتونو برخو کې به معلولینو ته پاملرنه نوره هم زیاته او ټولو ستونزو ته به یې رسیدګي وکړي.

د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب، د افغانستان د معلولینو د ټولنیزې شورا رییس مسعود صافي، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې او نورو د نابینایانو او نه اورېدونکو نړیوالې ورځې د مبارکۍ تر څنګ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت اصلاحي برنامې او لاسته راوړنې وستایلې او د پیامبر اعظم د پیاوړتیا مرکز بیا فعالول او پرانیسته یې د وزارت یو ستر او مهم ګام وباله او وړاندیز یې وکړ، چې د دې مرکز د پراختیا او سمبالښت لپاره نور ګامونه هم پورته شي، تر څو د معلولینو روغتیایي ستونزې په بشپړ ډول حل شي.

ښاغلي آریوبي، د وزارت مرستیالانو او ګډونوالو د نابینایانو د نړیوالې ورځې په ویاړ یو شمېر نابینا وګړو ته امساوې هم ډالۍ کړې او ډاډ یې ورکړ، چې په ټولو برخو کې به یې ملاتړ او لاسنیوی کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS