د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د خوست له مستوفي سره ليدنه وکړه

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۹:۵۱
gf

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د خوست له مستوفي سره ليدنه وکړه

نن سه شنبه (۱،تلې)، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، لعل الدين آريوبي خوست ولايت ته د خپل ولايتي سفر په ترڅ کې، د خوست ولايت له مستوفي سره د شهيدانو او معلولينو د حقوقو او امتيازاتو د ورکړې او بانکي سازۍ په تړاو ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې له ښاغلي آريوبي صيب سره د خوست محترم والي محمد صديق پتمن او د خوست د شهيدانو او معلولينو چارو آمر هم ګډون درلود.

ښاغلي آريوبي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د حقوقو او امتيازاتو د ورکولو په برخه کې د اسانتياوو را منځته کولو او بانکي سازۍ په هکله خپل وړاندېزونه، غوښتنې او لارښونې د خوست له محترم مستوفي سره شريکې کړې.

د خوست مستوفي له ښاغلي لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د خوست جګړو ځپلو ولسونو د ستونزو د هوارېدو په پار يې دغه ولايت ته سفر کړی او د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د امتيازاتو د ورکړې پروسې بانکي سازۍ بهير د چټکتيا په تړاو يې له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS