د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د لوګر له مستوفي سره وليدل

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۱:۴۷
d


د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د لوګر له مستوفي سره وليدل

نن دوشنبه (۳۱وږې)، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، لعل الدين آريوبي لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې، له والي او د اسنادو د څېړنې کميسيون د غړو له کتنو وروسته، د لوګر ولايت له مستوفي سره د شهيدانو او معلولينو د حقوقو او امتيازاتو د ورکړې او بانکي سازۍ په تړاو ناسته وکړه.
په ياده ناسته کې، چې د لوګر ولایت مرستیاله او د لوګر د شهيدانو او معلولينو چارو آمر يې هم ملتيا کوله، ښاغلي آريوبي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د حقوقو او امتيازاتو د ورکولو په برخه کې د اسانتياوو را منځته کولو او بانکي سازۍ په هکله خپل وړاندېزونه، غوښتنې او لارښونې له محترم مستوفي سره شريکې کړې.
د لوګر مستوفي له ښاغلي لعل الدين آريوبي او مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د لوګر جګړو ځپلو ولسونو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه يې دغه ولايت ته سفر کړی او د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د امتيازاتو د ورکړې پروسې د ساده سازۍ او بانکي سازۍ بهير د چټکتيا په تړاو يې له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS