په ۵۱۲ بیوزلو کورنېو باندې د کندهار په ولایت کې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

farahmand_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۵ - ۱۳:۲
mmd

په کندهار ولایت کې د ترکیې هیواد د IHH خیریه بنسټ لخوا د شهیدانو کورنېو  او معلولیت لرونکو وګړو باندې د خوراکي مرستو کڅوړې وویشل شوې. په دغو مرستو چې يوولس ډوله خوراکي توکي شاملې وو، د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ د IHH خيريه بنسټ له لورې د رمضان پکیچ تر نامه لاندې پر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ووېشل شوې.

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي علاوالدین سعد پر اړمنو کورنیو د مرستو د ویش له امله خوښي څرګنده کړه او د مننې ترڅنګ یې د روژې مبارکې  میاشت کې د دا ډول مرستو وېش خورا اړین وباله او د یاد بنسټ  هڅې یې وستایلې.

په پای کې د IHH خیریه بنسټ مشر ښاغلي مجاهد الترکي او د هغه همکارانو د یاد ریاست سره د لا زیاتو مرستو پر لړۍ ټینګار وکړ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS