په کنړ ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانانو لپاره د هوساینې او پرمختګ مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې غوړي، وریجې، بوره او ځینې نور مواد شامل وو، په عادلانه او منظم ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله حقاني د خیریه مؤسسې له لوري یتیمانو ته د ترسره شویو مرستو څخه یې قدرداني وکړه او په نورو خیریه بنسټونو یې هم غږ وکړ تر څو د دې قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
