په کندهار ولايت کې پر (۱۲۸) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول
د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولايت او ولسواليو اړوند پر (۱۲۸) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ويلچرونه ووېشل، چې (۱۲۰) تنو ته ساده او (۸) تنو نورو مستحقینو ته برېښنايي ویلچرونه ورکړل شول، همداراز هر معلول سره د لارې کرايې په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د ويلچرونو د وېش پر مهال د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالقاهر فېروز د یادې خیریه مؤسسې له لوري معلولینو ته د ترسره شويو مرستو قدرداني وکړه.
