په کندز ولایت کې (۶۳) تنو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۹:۲

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۳) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق ته د لارې کرایې په موخه یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

معلولینو ته د ویلچرونو د وېش پر مهال د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان د یادې مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ، له نورو خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسساتو یې هم وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS