په پروان ولايت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۲:۱۱
mmd

د پروان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د مرسته کوونکي لاسونه د مرستې او پرمختګ لپاره خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولايت کې پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوري، وریجې، لوبیا، بوره او مالګه شامل وه ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د پروان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالاحد سعد او د یادې مؤسسې مسؤلينو ګډون درلود.

مولوي عبدالاحد سعد د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې له اړمنو یتیمانو سره مرستې ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS