په ولایتونو کې د نوي برېښنایي سیستم د تطبیق درې ورځنی ورکشاپ رسماً پیل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۱۱:۲۲
mmd

په ولایتونو کې د نوي برېښنایي سیستم د تطبیق درې ورځنی ورکشاپ رسماً پیل شو

نن یکشنبه د (چنګاښ میاشتې ۲۲ نېټه) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري په ولایتونو کې د نوي برېښنایي سیستم د تطبیق درې ورځني ورکشاپ د ټولو ولایتونو د نوي سیستم د مسولینو په ګډون په رسمي ډول پیل شو.

د دې ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د وزارت د تخنیکي چارو مرستیالې جمېلې نورستانۍ، د مالي چارو مرستیال دل آقا صوفي زاده، د نظامي چارو مرستیالې صبري اندړ، د نوي برېښنایي سیستم مسولینو، رییسانو او مشاورینو ګډون درلود.

د تخنیکي چارو مرستیالې جمیلې نورستانۍ په ولایتونو کې د نوې برېښنایي سیستم د تطبیق په ارزښت خبرې وکړې وویل، چې د وزارت اصلي موخه د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د اسانتیاوو رامنځته کول، د کاري پروسو ساده کول او د غوره خدمتونو وړاندې کول دي، چې نوی سیستم په دې برخو کې اساسي نقش لري. نوموړې د یاد سیستم ولایتي مسولینو ته وویل، چې د فرصتونو رامنځته کول او د فساد مخنیوي د ټولو مشترک مسولیت دی، چې د سیستم د تطبیق له لارې یې ترسره کول ممکن دي. نورستانۍ څرګنده کړه، چې د سیستم ولایتي مسولین باید د سیستم د تطبیق په برخه کې صادقانه او په مسولیت سره خپلې دندې ترسره کړي، تر څو شته ستونزې او ننګونې له منځه لاړې شي او روڼتیا رامنځته شي.

د مالي او اداري چارو مرستیال دل آقا صوفي زاده دغه درې ورځنی ورکشاپ مهم وباله وویل، چې ولایتونو ته د سیستم د تطبیق ټول اړین وسایل او تجهیزات ورکړل شوي دي او د تنظیماتو په برخه کې هم کار شوی. نوموړي زیاته کړه، هغه وسایل او تجهیزات چې اړین وي او د سیستم د تطبیق لپاره ضرور وي پر وخت به یې ولایتونو ته ورسوي او په تدریجي ډول به ټولې موجودې ستونزې حل کړي. نوموړي له ولایتي مسولینو غوښتنه وکړه، چې د ټولنې دغه مستحق قشر ته په بشپړ صداقت خپلې دندې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ به درې ورځې دوام وکړي او له ولایتونو راغلو مسولینو ته به د سیستم د تطبیق په اړه هر اړخیزې روزنې او لارښوونې ورکړل شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې په موخه مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د یتیمانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

سلګونو تنو یتیمانو سره په کنړ ولایت کې مرستې ترسره شوې

د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو ستونزو ته د ښې رسیدګي په موخه د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) مستح. . .

BACK TO NEWS