په هرات ولایت کې له یو شمېر مستحقو کورنېو سره مرستې ترسره شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۹:۲۲
mmd

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لاسنیوي او د هغوی څخه د ملاتړ په موخه په دې ولایت کې د احساس خیریه بنسټ سره په همغږۍ په اتیا(۸۰) مستحقو کورنېو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې وریجې، لوبیا او غوړي شامل وو، ووېشلې.

د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي علاءالدين سعد د احساس خیریه مؤسسې له مرستو مننه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چې پاتې نورو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره هم ورته مرستې ترسره کړي تر څو په ښه توګه د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS