په ننګرهار ولایت کې د هسکې مینې د شهیدانو لپاره د قرانکریم ختم ترسره شو

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۸:۳۱
عکس

په ننګرهار ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو امریت لخوا د هسکې مینې  د قرانکریم ختم ترسره شو.

د قرآن عظیم الشان په دې ختم کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر محمد طیب معصوم او د دې امریت کارمندانو، د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو سرتاسري شورا رئیس مسعود صافي او د یادې ټولنې غړو ګډون کړی و چې د قاری صیب کاموال لخوا ختمانه ولوستل شوه او د هسکې مېنې د جودرې سیمې شهیدانو او ټپیانو ته یې لاسونه د الله ج دربار ته لپه کړل او په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات غوښتنه وشوه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS