په لوګر ولايت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو خوراکي توکي ترلاسه کړل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۴:۱۹
mmd

په لوګر ولايت کې د عبدالله ايډ خیریه بنسټ له لوري او د ياد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، بوره، چای او مکروني شامل وو، وویشل شول.

د يادو مرستو د ويش پر مهال د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد رفيق هاشمي د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ او همداراز د یاد خیریه بنسټ له مرستو څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه

یاد جومات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز په اساس او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د منظورې سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په دوه پوړونو کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې (۲۰۰) تنو یتیمانو ته خوراکي توکي چې په هغه کې شپږ بورې اوړه، شپږ بوتله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۷
Background image

په لغمان ولايت کې (۳۱۸) تنه یتیمان او بېوزله کسان د حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د HHRD خیریه مؤسسې په همکارۍ په دې ولايت کې (۳۱۸) تنو مستحقو یتیمانو او اړمنو کسانو ته د کمپيوټر او موبايل ترميم همداراز د خیاطۍ او د. . .

BACK TO NEWS