په لغمان کې له ۱۹ ملکي جنګ ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

mmd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲ - ۹:۱۶
m

په لغمان کې د څه کم څلور لکه افغانيو په ارزښت له ۱۹ ملکي جنګ ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د لغمان ولایت دشهیدانو او معلولينو چارو امر بشير احمد حقپال د معلوماتو له مخې ياده مرسته د لغمان ولايت د بېلابېلو سيمو د جنګ ځپلو له ۱۹ کورنيو سره د کومک موسسې له لوري ترسره شوه.
نوموړی زياتوي، ياده موسسه د دوی لخوا هڅول شوې وه ترڅو د يادو کورنيو سره د بېلا بېلو خوراکي توکو مرسته ترسره کړي.
حقپال وايي: هڅه کوي، چې په راتلوونکي کې دې ته ورته د نورو موسسو په همکارۍ د اړمنو کورنيو سره مرسته ترسره کړي.

په ورته مهال د کومک موسسې مسوولينو د شهیدانو او معلولينو چارو له امر څخه مننه وکړه، چې دوی ته يې مستحقې کورنۍ ورپېژندلي وې.

نوموړي وويل، دوی به په راتلوونکي کې هم د نورو اړمنو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي.
بلخوا مرسته اخيستوونکو کورنيو د شهیدانو او معلولينو چارو ادارې او کومک موسسې له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې له دوی سره يې ياده مرسته ترسره کړه.

دوی ټولو په يو غږ د دواړو ادارو له مسولينو څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلوونکي کې دې ته ورته نورې مرستې هم له دوی سره ترسره کړي، ترڅو د دوی ستونزې راکمې شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS