په تخار ولايت کې (۲۰۰) تنومستحقو یتیمانو سره مرسته ترسره شوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۴۴
mmd

د تخار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د امریکا مسلمانانو د زکات خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولايت کې پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې وویشلې. په دې مرستو کې هر مستحق یتیم ته د (۱۸۰۰) افغانېو نغدي مرستې ترڅنګ جامې او بوټان هم ورکړل شول.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د تخار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوی صاحب فضل الحق ،رسا، او د یادې مؤسسې  مسؤلينو ګډون درلود.

د تخار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره مرستې ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS