شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخوند د نړیوالې پراختیايې پروژو افغان کارپوه سلطان مسعود دقیق سره وکتل

farahmand_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۹:۳۹
mmd

په دې کتنه کې ښاغلي دقیق د روغتیا, پوهنې او روزنې  په برخو کې فعالیتونو او مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: المان او اروپایي ټولنه د زیانمنو افغانانو لپاره همکارۍ ته ژمن دي او د دې هېواد له خلکو سره مرسته د دوی په  لومړیتوب کې دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو، معلولیت لرونکو وګړو  او کونډو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او دوې ته یې د پوهنې، روغتیا، خوراکي توکو ته د لاسرسي او برابرولو په برخو کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه. سرپرست وزیر همدارنګه د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مصنوعي غړو د جوړونې په برخه کې هم د مرستې هیله څرګنده کړه.

ښاغلي سلطان مسعود دقیق له معلولیت لرونکو وګړو، یتیمانو او کونډو سره د مرستو پر برابرولو د ټینګار ترڅنګ وویل چې د دغې زیانمن شوې قشر ستونزې به له آلمان، اروپایي ټولنې او له مرستندویه بنسټونو سره شریکې کړي او له هغوې څخه به وغواړي چي  دغو زیانمنو وګړو سره لازمې همکارۍ وکړي. همدارنګه زیاته یې کړه چې موږ به په لومړي قدم کې بشري مرستې وکړو او په دویم قدم کې به بنسټيز کارونه وکړو چې له دې سره به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پر خپلو پښو ودرېږي او د اقتصاد له اړخه به په ځان بسیا شي.

په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رییس ښاغلي محمد موسی صدیقي وویل: موږ بشري مرستې له سیاست څخه لرې غواړو او نړیوال کولای شي مستقیما له معلولینو، کونډو او یتیمانو سره مرسته وکړي او موږ غواړو له دوي سره د یو همکار ټیم په توګه کار وکړو.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست هم د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ټولنې دغې ډلې ته باید لازمه پاملرنه وشي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید عظیم آغا د خبرو په ترڅ کې پر مستحقو وګړو د مرستو د ویش د څرنګوالي په اړه وویل: په ټولیزه توګه خیریه مرستې په دوه ډوله پر مستحقو کسانو ویشل کیږي چې په لومړی ډول کې یې د مرستو ویش د یاد وزارت په همغږۍ ترسره کیږي. او په دویم ډول کې د مرستو ویشل د خیریه بنسټونو له لارې اجرا کیږي. همدا راز د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلی مفتي فیصل هم په دې ناسته کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو د وارثینو او یتیمانو لپاره د ډېټابېس سیسټم لري چې په هغې سره کولای شو په یوه سیمه کې په اسانۍ سره د شهیدانو کورنۍ او معلولیت لرونکو وګړو سره مرستې وکړو.

د غونډې په پای کې ښاغلي دقیق د هر اړخیزې او دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلی سلطان مسعود دقیق له اته دیرشو کلونو وروسته هیواد ته راستون شوې او هغه په اسیا، اروپا او افریقا کې د نړیوالو بشردوستانه پروژو په پلي کولو کې مخکښ کارپوه دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۲۵
Background image

په بادغیس ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ د یاد ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ (۶) ډوله خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت رياست له رئيس سره وکتل

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو د ورکړۍ په بهیر کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۸:۵۹
Background image

د کابل ولایت پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د (YAAR) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو. . .

BACK TO NEWS