د کابل ولایت د معلولیت لرونکو وګړو د بایومتریک پروسه به ډېر ژر پیل شي

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۹:۳۸
pic

د کابل ولایت د معلولیت لرونکو وګړو د بایومتریک پروسه به ډېر ژر پیل شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو رییس ښاغلي وحید الله ساپي د کابل ولایت د معلولیت لرونکو وګړو د بایومتریک کولو په موخه د دې ریاست له کارکوونکو سره ناسته وکړه.

د یادې ناستې موخه دا وه، چې د نظامي او ملکي برخې معلولین بایومتریک پروسې ته چمتو کړي. همدا ډول پرېکړه وشوه، چې دغه پروسه به ډېر ژر د یوه منظم مهالویش پر بنسټ کابل ولایت کې پیل او ټول معلولین به په دقیقه توګه سیستم ته شامل شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د بایومتریک پروسې مسولین چمتو دي، څو د کابل ولایت ټولو معلولینو ته رسیدګي وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS