د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مالي او اداري چارو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۹:۳۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم نذیر‌ احمد احمدي، محترم نصیر احمد حکيمي او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.

یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د تثبیت او ثبت بهیر، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او نورې اداري چارې په هر اړخیز ډول بررسي کړې.

د بررسي پر مهال شته ستونزې او نیمګړتیاوې وپېژندل شوې او د چارو د ښه والي او سمون په موخه کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۲
Background image

په کندهار ولایت کې د فدایانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ درې کسیز پلاوي په سپین بولدک ولسوالۍ کې د (۳۰) تنو فدایانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې. . .

BACK TO NEWS