د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مالي او اداري چارو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
Tue, Feb 03 2026 9:33 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم نذیر‌ احمد احمدي، محترم نصیر احمد حکيمي او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.

یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د تثبیت او ثبت بهیر، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او نورې اداري چارې په هر اړخیز ډول بررسي کړې.

د بررسي پر مهال شته ستونزې او نیمګړتیاوې وپېژندل شوې او د چارو د ښه والي او سمون په موخه کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS