د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یوناما دفتر مرکزي زون د بشري حقونو له رئیس سره وکتل

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۲۶
mmd

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یوناما دفتر مرکزي زون د بشري حقونو له رئیس محترم ډاکتر نایل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو ترسره کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې او د یوناما بشري حقونو له رئیس څخه وغوښتل شول تر څو دې قشر سره د ژوند د لومړنېو اړتیاوو د برابرولو په برخو کې مرستې ترسره کړي.

په ورته وخت کې د یوناما د بشري حقونو مسؤل هم ژمنه وکړه چې تر  خپل وس په اندازه به، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مرستې چمتو کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۵۲
Background image

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ یو تخنیکي او مسلکي پلاوي، بادغیس ولایت یې د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شهیدانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۴:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د شهيدانو او معلولینو پر (۵۵۰) کورنېو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې به همکارۍ او همغږۍ په دې ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۵۵۰) کورنېو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۰
Background image

د غور ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال شو

د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ يو تخنیکي او مسلکي پلاوي د غور ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو په رياست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر. . .

BACK TO NEWS