د کابل اوومې ناحيې اړوند د شهيدانو ښځينه وو ورثې لپاره د درې مياشتني خياطۍ کورس خبرتيا!

sadiq_admin
ds

د کابل اوومې ناحيې اړوند د شهيدانو ښځينه وو ورثې لپاره د درې مياشتني خياطۍ کورس خبرتيا!

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ټولنيزو چارو خدمتونو رياست د يوه خيريه بنسټ په همکارۍ د کابل د اوومې ناحیې اړوند د شهيدانو ورثې (۲۰) ميرمنو لپاره د خياطۍ دري مياشتني روزنيز کورس زمينه برابره کړې ده.

نو پر همدې بنسټ د کابل اوومې ناحيې اړوند د شهيدانو ورثې هغو ميرمنو ته خبر ورکول کېږي، چې پخوا يې د خياطۍ حرفوي کورس زده کړې نه وي ترلاسه کړې، چې د وزارت د ټولنيزو خدمتونو رياست ته د روانې غويي مياشتې تر ۱۵مې نيټې خپل غوښتنليکونه او تر څنګ يې داسې اسناد چې د شهيدانو ورثې د ثبيت ښکارندويي کوي، وسپاري.

د يادونې وړ ده، چې د ياد روزنيز کورس له پای ته رسيدو وروسته يې هر ګډونوال ته د خياطۍ وسايل هم ورکول کېږي.

پته: د هوايي ډګر عمومي سړک، د قلعه حياط تمځای، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت

د اړيکې شمېره: 717_

اطلاعیه کورس سه ماهه خیاطی برای زنان ورثه شهدای ناحیه هفتم شهر کابل !

خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۱۵
Background image

مستقبل د لوړو زده کړو موسسی خبرتیا

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او کارکوونکو د علمي سویی او ظرفیت لوړاوی په موخه په لاندي پوهنځیو کې د ځانګړي تخفیف په ورکولو سره د ۱۴۰۱ لمریز . . .
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

خبرتیا!

د ملی عمل درېیم پروګرام کې د شمولیت په مو خه د ټولنې بېلابېلو پر ګنو وړاندېز شویو موضوع ګانو را ټولولو په موخه د افغانستان پرانیستې دولت دارۍ مشارکت اعلامیه

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۵:۳۰
Background image

خبرتيا!

د يادونې وړ ده، چې د ياد فورم تر ډکولو پورې، د شهيدانو ورثې معاشونه ځنډول کېږي.

Back to announcements