د واحدې دریڅې او برېښنایي سیستم د تطبیق چارې دې چټکې شي

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۹:۲۱
ط

د واحدې دریڅې او برېښنایي سیستم د تطبیق چارې دې چټکې شي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د واحدې دریڅې خدمتونو مرکز او د برېښنایي سیستم مسولینو سره په غونډه کې د چارو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي فاروقي وویل: د شهیدانو ورثې او معلولینو ته دې د واحدې دریڅې له لارې خدمتونه نور هم ګړندي او اړینې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یاد مرکز مسوولینو د خدمتونو وړاندې کولو، برېښنایي سیستم د تطبیق او برېښنایي تذکرو د وېش څرنګوالي په اړه پرزنټېشن وړاندې کړ وویل، چې تطبیق سره به یې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي فاروقي د مسولینو معلومات ګټور وګڼل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې زیاته یې کړه، چې برېښنایي سیستم کې د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو د ثبت بهیر باید ژر نهایي شي، تر څو بشپړه رونتیا تامین او چارې چټکې شي. ښاغلي فاروقي د ټولو برخو تر منځ د همغږي او همکارۍ په لا ټینګښت تاکید وکړ او د چارو د منطم والي لپاره یې مهم وګڼل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS