د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو نوی رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ
ښاغلی محمد صابر ځواک د یوې غونډې په ترڅ کې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي او د ننګرهار ولایت د اړوندو ادارو مسؤلینو ګډون درلود، د یاد وزارت د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پیل وکړ.
د معرفي په دې غونډه کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو، ښاغلي محمد صابر ځواک ته د نوې دندې مبارکي وویله او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.