د ميدان وردګو ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس له یوه تن ټپي یتیم سره د درملنې په موخه پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ مرسته وکړه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۴:۰
mmd

یاد یتیم چې مدثر نومیږي د میدان وردګو ولایت د یو تن شهید زوی دی چې د یوې ټرافيکي پيښې له امله سخت ټپي شوی، او د کابل ولایت په یوه روغتون کې تر جدي درملنې لاندې دی.

د میدان وردګو ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نذیر ابو محمد د نوموړي یتیم د عیادت تر څنګ پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه د نوموړي یتیم کورنې ته ورکړې.

د یادې مرستې پر مهال د میدان وردګو ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس نوموړي یتیم ته د خدای جل جلاله له دربار څخه د روغ صحت استدعا وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS