د غور ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال شو

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۰
mmd

د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ يو تخنیکي او مسلکي پلاوي د غور ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو په رياست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخيستنې ته وسپاره.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د غور ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو په رياست کې جوړه شوې وه، د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي د نوي الکټرونیکي سیسټم پر اهمیت او ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.

همداراز په دې غونډه کې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو آمر محترم ملا شیرین سجاد  د نوي الکټرونیکي سيسټم له فعالولو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS