د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وکړو لپاره دې پاملرنه زياته شي

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۴۴
d

د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وکړو لپاره دې پاملرنه زياته شي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقی په داسې حال کې، چې د برنامو او همغږۍ چارو مرستیالې صبرۍ اندړ یې ملتیا کوله، د مشرانو جرګې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د چارو کمېسیون په ناسته کې ګډون وکړ.

ښاغلي فاروقي په ناسته کې د وزارت د ترسره کړو فعالیتونو، اصلاحاتو، سیستم جوړونې او فساد سره د مبارزې په اړه معلومات وړاندې کړه وویل، چې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې د حقوقو ورکړې تر څنګ، د دوی د ژوند د ښه والي په موخه په بېلابېلو برخو کې بنسټیز کارونه ترسره شوي، چې پایله به یې په نږدې وختونو کې محسوسه او د حساب وړ وي.

ښاغلي فاروقي د وزارت له برنامو څخه د ملاتړ په موخه د ولس د استازو د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

ورپسې د برنامو او همغږۍ مرستیالې آغلې صبرۍ اندړ د قانون تعدیل، د معلولیت ملي اسټراتيژۍ جوړول، ملي او نړیوالو بنسټونو ترمینځ همغږي رامینځته کول د ادارې له اساسي کارونو څخه وګڼل.

همدا راز آغلې اندړ د وزارت د تشکيل د کمښت يادونه وکړه او هيله يې وکړه، چې په مرکز او ولايتونو کې پر وخت د خدمتونو ترسراوي په پار دې د وزارت تشکيلات پراخ شي.

د یاد کمیسیون رئیس ښاغلي ډاکټر محمد آجان منګل او منشي آغلې شاه بي بي کاموي د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزې او غوښتنې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي منګل یاد وزارت د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې د ملاتړ لپاره مهم وباله، ترسره شوي فعالیتونه یې وستایل او د نورې پراختیا هیله یې هم څرګنده کړه.

ښاغلي منګل زياته کړه، چې معلولین او د شهیدانو وارثین د ټولنې ستر او مهم قشر دی او دې قشر ته باید پاملرنه زياته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه والي په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۳
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ارچي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان د ارچي ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر، همداراز هغوی ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۹
Background image

د بغلان ولایت برکۍ او نهرین ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر څخه د ارزونې په موخه د برکۍ او نهرین ولسوالیو ته سفر وکړ. . .

BACK TO NEWS