د شهیدانو شپږ سوه زره ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته ځانګړي سیمکارتونه وېشل کېږي

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۱۲:۳۳
d


د شهیدانو شپږ سوه زره ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته ځانګړي سیمکارتونه وېشل کېږي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مالي او اداري معین یونس سادات سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي فاروقي د خدمتونو په برېښنایي کولو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د شهیدانو د ورثې او معلولینو د وصلولو په اړه خبرې وکړې او د نوي برېښنایي سیستم تطبیق یې د خپلو کارونو لومړیتوب وګڼه. ښاغلي فاروقي وویل: د ایم ټي این مخابراتي شرکت کارپورېټ سیمکارتونه د ځانګړو مکالماتي اسانتیاوو او چټګ انټرنېټ لرونکي دي، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او یاد مخابراتي شرکت تر منځ د یوه هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به په ټول هېواد کې ووېشل شي. ښاغلي فاروقي د دې پروسې په مدیریت کې د اترا ادارې ملاتړ اړین وګڼه او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

د اترا ادارې مالي او اداري معین ښاغلي یونس سادات د خدمتونو د برېښنایي کولو برنامې په اړه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې اترا اداره تخنیکي ملاتړ ته چمتو ده. ښاغلي سادات وویل: د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره به د یادو سیمکارتونو د وېش بهیر کې تخنیکي ملاتړ وکړي. ژمنه یې وکړه، چې د برېښنایي کولو پروژو په تطبیق کې به هم همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS