د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي مرستو وېش

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۲۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو کسانو د لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولايت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اته (۸) ډوله خوراکي توکي موجود وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو وېش د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د پرمختيايي پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید او د مؤسسې مسؤلينو ترڅارنې لاندې ترسره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS