د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۴:۲۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرام پیل کړ، په یاد روزنیز پروګرام کې به د وزارت اړوند،  ټولو کارکوونکو ته د قرآن عظیم الشان د ناظرې او تجوید برخه، د اداري  او همدارنګه د مسلکي چارو په برخه کې روزنه ورکول کیږي،  د دی پروګرام د پلي کیدو سره به د وزارت ټول کارکوونکي وکولې شي، په خپلو ورځنیو چارو کې خپلې ستونزې حل کړي.

د یاد روزنیز پروګرام په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي محمد موسی صدیقي د دغه ډول روزنیز پروګرامونو جوړول د کارکوونکو د مهارتونو د زده کړې او د ظرفیت په لوړوالي کې اړین وباله او کارکوونکي یې وهڅول تر څو په یاد روزنیز پروګرام کې په منظم ډول ګډون وکړي.

د یادولو وړ ده چې یاد روزنیز پروګرام به د قرآن عظیم الشان د تجوید او ناظرې په برخه کې د دریو میاشتو لپاره وي او د اداري اصولو او د مسلکي زده کړو په برخو کې به یوه اونۍ دوام ومومي.

د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام په پای کې به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا ممتازو ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS