د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د قطرالخیریه بنسټ لخوا پر دوه سوه (۲۰۰) تنو معلولینو، کونډو، یتیمانو او اړمنو کسانو باندې د مرستو کڅوړې وویشل شوې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۱:۴۱
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، په هغې کې د یاد وزارت د ټولنیزو خدمتونو چارو رئیس ښاغلي مولوي ثنأالله فرقاني، د نوموړي وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د پروژو د تطبیق آمر مولوي مطیع الله او همداراز د قطرالخیریه بنسټ ځینو مسؤلینو ګډون درلود.

 د دې پروګرام په ترڅ کې د قطرالخیریه بنسټ لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ د خوراکي توکو کڅوړې چې په هغې کې ( اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، دال نخود، د سوجي اوړه، مکروني، بوره او چای) شامل وو، پر دوه سوه تنو یتیمانو، معلولینو کونډو او اړمنو کسانو باندې وویشل شول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS