د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي په غور ولایت کې له يو شمېر یتیمانو سره وکتل او هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته ترسره کړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تفتیش آمر ښاغلي مولوي امان الله جمالي په مشرۍ يو پلاوي غور ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له یو شمېر یتیمانو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واوريدې او له هغوی سره یې يوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.