د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۱:۵۹
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د احساس خیریه مؤسسې مسؤل محترم روح الله صاحبزاده ترمنځ لاسلیک شو، پر اساس به یې، د هرات ولایت اړوند (۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې غوړي، وریجې او نور مواد شامل دي، چمتو او ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د پلي کیدو چارې به د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ پر مخ یوړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS