د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د میزان خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د میزان خیریه بنسټ د همغږۍ مسؤل محترم صلاح الدین ظفرخیل ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په کاپیسا ولایت کې دوه سوه او پنځوس (۲۵۰) تنو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او لوبیا شامل دي، وویشل شي.
د دې پروژې ټوليز ارزښت یو میلیون (۱۰۰۰۰۰۰) افغانۍ دی چې په کاپیسا ولایت کې به تطبیق شي.