د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مل پلاوي په کندهار ولایت کې د دغه وزارت له اړوند ریاست څخه ارزونه وکړه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۸:۳۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د با صلاحیته پلاوي په ملتیا د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر او د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالې وڅیړه او د یاد ریاست د کار او فعالیتونو د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې ورکړې.

 

په دې ارزونه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان وویل: ‌ډیر د خوښي او نیکمرغۍ ځای دې  چې نن ورځ د هېواد د داخلي عواید څخه ملي بودیجه تمویلیږي او د بودیجې تمویل کوم هیواد یا نړیوال سازمان پورې تړلي نه دی، نوموړي ټینګار وکړ چې د مالي کال لومړۍ نیمايي پای ته رسیږي، نو یاد ریاست ته ځانګړې شوې بودیجه دې په شفاف او پر وخت یتیمانو او معلولینو ته ورکړل شي.

 

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي علاوالدین سعد یاد ریاست ته د ځانګړې شوې بودیجې د مصرف په برخه کې د خپلې ادارې ستونزې او ننګونې په ګوته کړې، په همدې حال کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي په اړوند ریاست کې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه د کندهار ولایت د والي له مرستیال سره وکتل.

 

د کندهار ولايت د والي مرستیال ښاغلي الحاج مولوي حيات الله مبارک د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د یاد رياست د ستونزو او ننګونو په حل کي يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

باید وویل شي، چې تر دی وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي د اروزګان، فراه او هلمند ولایتونو د وزارت له اړوندو ریاستونو څخه هم ارزونه کړې وه.

څه موده وړاندې یاد پلاوي په یو لړ سفرونو کې  د لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، زابل او غزني ولايتونو له اړوندو رياستونو څخه ليدنه او ارزونه کړې وه،   او د يادو رياستونو د بودیجې د مصرفولو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې یې له منځه وړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۱
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کاپيسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او درې ډوله نور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۴۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د (۷۵) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو روزنیز ورکشاپ په برياليتوب سره پای ته ورسید

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست د (۷۵) تنو مرکزي او ولايتي کارکوونکو لپاره په نوي برېښنايي سیسټم کې د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې د یو شمېر فدایانو او مجردو شهیدانو له کورنیو سره نغدي ترسره شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فیروز په مشرۍ یو درې کسیز پلاوي د شهیدانو کورنیو د پوښتنې په موخه ارغستان ولسوالۍ ته سفر وکړ، په دې سفر کې د (۶۲). . .

BACK TO NEWS