د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال د ترکیې هېواد له یو شمیر علماؤ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۵:۴۳
mmd

په هغه غونډه کې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړه شوې وه په هغه کې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني او د ترکیې هېواد یو شمیر علماؤ ګډون کړی وو.

د دې غونډې اصلي موخه د ترکیې هېواد د یو شمیر علماؤ له لوري د (طالبان زمونږ څه کیږي) تر عنوان لاندې د کتاب د لیکلو په اړه چې په هغه د اسلامي امارت د جهادي کارنامو، عدل او انصاف، شجاعت او د اسلامي نظام د تنفیذ په هکله د معلوماتو راټولول وو، د یاد وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال سره یې وکتل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند، د طالبانو د تېرې دورې حاکمیت پر څرنګوالي هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت د راتګ اصلي موخه په هېواد کې د رامنځ ته شویو ناخوالو، ظلم، بي عدالتۍ او فساد له منځه وړل او په هېواد کې د اسلامي نظام تنفیذ، د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د هېواد خپلواکي او د ظالم له لاسه د مظلوم خلاصول یاد کړل او د طالبانو د تېرې دورې د جهادي کارنامو په هکله یې هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د جهاد، شجاعت، عدل او انصاف او د کارنامو په هکله هم هراړخیزې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS