د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د یفت خیریه مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۹
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د یفت خیریه مؤسسې مرستیال محترم محمد راشد حیدري تر منځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به، په کابل ولایت کې (۱۰۰) تنو معلولینو ته ویلچرونه او همداراز (۵۰) تنو کونډو ته د هغوی د اقتصادي ځان بساینې په موخه د خیاطۍ ماشینونه چمتو او ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې مجموعي ارزښت یوولس زره، دوه سوه او پنځوس (۱۱۲۵۰) امریکايي ډالره دی چې په کابل ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS