د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو ریاست یو پلاوي په کندهار ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست د نوي الکټرونیکي سیسټم څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۴۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست په مشرۍ یو پلاوي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد وزارت اړوند ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او بایومټریک په موخه د ایجاد شوي نوي الکټرونیکي سیسټم څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه او په ورته وخت کې یې د یاد ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

په دې ارزونه کې د سیسټم چارو د پړاوونو کتنه، د قوانينو او طرزالعملونو په رڼا کې د سیسټم پلي کېدل، د مرکز په څېر په ولايتونو کې د اسنادو د پروسو ورته والی، د ثبت او بایومټریک په پروسه کې د روڼتیا په اړه ډاډ تر لاسه کول او د شته ستونزو له منځه وړل شامل وو.

په ورته وخت کې یاد پلاوي د کندهار ولايت د احصایې او معلوماتو له رئیس سره وکتل او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د بریښنایي پیژندپاڼو د ویش په برخه کې د لازیاتو آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د یاد ریاست مسؤلینو ژمنه وکړه چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ځانګړې څانګې د پرانېستلو په موخه به، یاده  موضوع د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له رهبري سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS