د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پیغمبر اعظم د توانبخشي رییس د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو
د رییس الوزرا د حکم پر اساس، ښاغلی مولوي عبدالکریم د ښاغلي محمد موسی صدیقي د بشري سرچینو د رییس له خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پیغمبر اعظم د توانبخشي د رییس په توګه معرفي شو.
د شهیدانو او معلولینو چارو د بشري سرچینو محترم رییس مولوي محمد موسی صدیقي د یادو مراسمو په ترڅ کې څرګنده کړه چې ښاغلی مولوي عبدالکریم په اسلامي امارت کې پخواني کاري تجربه لري چې په دې ګمارنې سره به په یاده برخه کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځ ته شي.
په دې مراسمو کې ښاغلي مولوي عبدالکریم د هراړخیزې همکارۍ او مثبت بدلون ډاډ ورکړ