د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۴:۷
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي تر منځ لاسلیک شو چې د یاد هوکړه لیک له مخې به دوه زره (۲۰۰۰) تنو د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، لوبیا، خُرما، چای او مالګه شامل دي په دایکندي، کندز، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې به یادو مستحقو وګړو ته وویشل شي.

د يادونې وړ ده چې د دې پروژې ټوليز ارزښت لس میلیونه اته لکه او پنځلس زره (۱۰۸۱۵۰۰۰) افغانۍ دى

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS