د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اداري او خدماتو ریاست رییس معرفي شو
د رییس الوزرا د حکم پر اساس، ملا عبدالرحمان اخوند د مالی او اداري چارو عمومي رییس مولوی کلیم الله افغان له خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اداري او خدماتو د رییس په توګه معرفي شو.
ښاغلي مولوي کلیم الله افغان څرګنده کړه چې ملا عبدالرحمان اخوند د اسلامي امارت د شهیدانو د کمیسیون په برخه کې تجربه لري او د زون په کچه رییس تېر شوی دی. د غونډې په پای کې ملا عبدالرحمان اخوند ته د یاد ریاست ټولو کارکوونکو ځان ور وپېژانده او د هراړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.