د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند شپېته (۶۰) تنو ولایتي کارکوونکو د نوي الکټرونیکي سیسټم له څلور ورځیني روزنیز ورکشاپ له بشپړولو وروسته تصدیق نامې ترلاسه کړې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۴۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو ریاست له لوري شپېته (۶۰) تنو ولایتي کارکوونکو ته د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم د زده کړې تر عنوان لاندې څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ په لاره اچول شوی وو، چې هغوی ته په بریالیتوب سره د یاد ښوونیز ورکشاپ له بشپړولو وروسته د دې وزارت د مرستیالانو لکه هر يو محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند او محترم شيخ صاحب عبدالحکيم حقاني  لخوا تصدیق نامې ورکړل شوې.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د غونډو په عمومي تالار کې جوړ شوی وو، په هغه کې د دې وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي ر‌ئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان،  او د اړوند څانګو رٸيسانو ، یو شمېر آمرینو او د وزارت اړوند کارکوونکو شتون درلود.

د ورکشاپ په اختتامیه غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې ښوونیز ورکشاپ پر ارزښت او اهمیت باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې وزارت رهبرۍ تل هڅه کړې چې د خپلو مسؤلیتونو په درک کولو سره د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره معیاري او مؤثر خدمتونه وړاندې کړي او کوم امکانات چې په لاس کې لري د کارکوونکو د ظرفیت لوړونۍ په برخه کې یې داسې ګټور ورکشاپ جوړ کړی د دې روزنیز ورکشاپ اساسي موخه د نوي الکټرونیکي سیسټم اړوند کارکوونکو د کاري وړتیاو لوړول دي چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر پروسه په ښه ډول پر مخ یوسي.

محترم شیخ صاحب له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هیڅ ډول سهل انګاري او غفلت ونکړي، په بشپړ جدیت او تعهد سره د وزارت د موخو په پلي کیدو کې هڅه وکړي، دندو ته پر وخت حاضر شي، خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت مطابق برابر کړي او ورسپارل شوې دندې د یوه لوی مسؤلیت په توګه وګڼي.

په دې پروګرام کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د نوي الکټرونیکي سیسټم په ګټو خبرې وکړې او یاد سیسټم یې د شفافیت، اعتماد او باور، نظم او انسجام او د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کره او دقیقو معلوماتو د ثبت او راجسټر په برخه کې خورا مهم وباله او په منظم ډول یې د یادې پروسې په پر مخ وړلو ټینګار وکړ.

محترم مولوي کلیم الله افغان د دې وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: خدای تعالی جل جلاله د هر انسان په وجود کې یو جوهر نغښتی دی، فکري استعدادونه، اخلاص، صداقت او توجه کولای شي چې په هر انسان کې نغښتی جوهر راوېښ کړي او د هغه څخه په ګټې اخیستنې سره انسان کولای شي له هر پلوه خپل ځان، ټولنې او هېواد ته خدمتګار وګرځي.

نوموړي زیاته کړه: زموږ په ګران هېواد کې ۴۵ کلنه جګړه او ناخوالې د دې لامل شوې چې د دې هېواد د وګړو یوه زیاته برخه یتیمان، کونډې او معلولین شي او دا د ټولنې د هر فرد مسؤلیت دی چې د دې اړمن قشر لپاره ټولنیزه هوساینه رامنځته کړي تر څو هغوی وکولای شي چې په ټولنه کې د امنیت او هوسا ژوند احساس وکړي. 

په دې پروګرام کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په خپلو خبرو کې کارکوونکو ته د سپارل شویو مسؤلیتونو په ښه توګه د ترسره کولو په اړه سپارښتنې وکړې او ویې ویل: خدای تعالی جل جلاله د خپل قانون د پلي کولو او تطبیق په موخه تر ټولو غوره انسانان رالېږلي دي. له همدې امله تاسو هم تقوا او اخلاص ته په خپل وجود کې وده ورکړئ او هغه څه چې تاسو ته سپارل شوي دي په سمه توګه او په بشپړه اخلاص سره ترسره کړئ.

همدارنګه په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم په اړه تفصیلي وضاحت وړاندې کړل او وې ویل: د ډېټابېس او معلوماتو ریاست اړوند په نوي الکټرونیکي سیسټم کې درې مهمې برخې شاملې دي چې یوه یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټریشن، بله یې د تأدیاتو او محاسبې برخه ده او درېیمه یې د هغوی بایومټریک برخه شامل ده. هغه زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هڅه دا ده چې په ټول هېواد کې یتیمان، کونډې او معلولیت لرونکي وګړي په منظم ډول ثبت او راجسټر کړي تر څو وکولای شي په ښه توګه د هغوی اړتیاوو او غوښتنو ته ځواب وایي او هغوی د ښه ملاتړ څخه برخمن کړي.

همداراز د دې پروګرام په ترڅ کې د وزارت اړوند هغه (۳۴) تنو کارکوونکو لپاره چې څه موده وړاندې د بشري سرچینو ریاست له لوري د کمپیوټر پروګرامونو د وینډوز، ورډ او اکسل په برخو کې روزنه ورکړل شوې وه، فارغ شوېو کسانو ته هم تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت اړوند کارکوونکو د دیني او اسلامي معلوماتو د زیاتولو په موخه په ورځینۍ ډول منظم تعلیمي پروګرام په لاره اچول شوی چې د دې پروګرام په ترڅ کې اړوند کارکوونکو ته د قرآن عظیم الشان د تجوید او فقهي موضوعاتو په اړه تدریس ترسره کیږي.

څه موده وړاندې د وزارت له اړوند کارکوونکو څخه په ټولیزه توګه ازموینه واخیستل شوه چې په پایله کې څلور تنو کسانو چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د نغدي جوایزو په ورکړې سره وستایل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم معینانو او رئیسانو په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځیني سیمینار کې ګډون وکړ

په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي ځانګړي سیمینار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ولایت. . .

BACK TO NEWS