د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د اتل د اړیکو مرکز (کال سنټر) رسماً پرانیستل شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۵:۱۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د اتل د اړیکو مرکز (کال سنټر) رسماً پرانیستل شو

نن سه شنبه د (چنګاښ میاشتې ۱۰ نېټه) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د اتل د اړیکو مرکز (کال سنټر) د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسېدنې او شکایتونو اورېدو لپاره په رسمي توګه پرانیستل شو.

د یاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي، د وزارت ځینو مسولینو، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس عمر منصور انصاري ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي آریوبي د اتل د اړیکو مرکز په رامنځته کېدو، ارزښت او اړتیا خبرې وکړې وویل: د شهیدانو د کورنیو او معلولینو اقتصادي ستونزو ته په کتو د اسانتیاوو رامنځته کول او د دوی ستونزو، شکایتونو اورېدو او نورو چارو ته د رسیدګۍ لپاره یې پرانیستل اړین و او د اصلاحاتو په لومړیتوب کې یې ځای درلود.

ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې په دې مرکز کې لس تنه کار کوي او په ورځني ډول د (۵۰۰) مراجعینو پوښتنو ته ځواب وایي. له دې وروسته د شهیدانو ورثه او معلولین اړ نه دي، چې د خپلو چارو د تعقیب لپاره وزارت ته تشریف راوړي، بلکې یوازې د یوې ټېلفوني اړیکې په وسیله یې چارو ته رسېدنه کېږي.

ښاغلي آریوبي د (آترا) ادارې له پخواني رییس سېلاب صاحب او اوسني رییس عمر منصور انصاري نه مننه وکړه، چې د یاد مرکز په جوړولو کې یې هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړه.

د آترا ادارې رییس عمر منصور انصاري د دې مرکز پرانیسته د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره یو بنسټیز کار وګڼه او ژمنه یې وکړه، چې دې قشر ته د نورو برېښنایي او ټکنالوژیکي اسانتیاوو د برابرولو لپاره وزارت سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب د یاد مرکز رامنځته کېدل د شهیدانو ورثې او معلولینو ته ستره لاسته راوړنه وبلله او د وزارت د رهبرۍ د کړنو او فعالتیونو د ستاینې تر څنګ یې د یاد قشر د کارونو په چټکوالي، روڼتیا ټینګښت او اسانتیاوو رامنځته کېدو کې مهم ګام وباله. د آترا ادارې د مرستې او همکارۍ څخه یې هم مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د معلولینو او شهیدانو چارو د برېښنایي او عصري کولو لپاره باید نور کار هم وشي، تر څو شته ستونزې هوارې شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS