د شهیدانو او معلولینو وزارت رهبري شورا غونډه جوړه شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي حمیدالله فاروقي په مشرۍ جوړه شوه.
ښاغلي فاروقي په داسې حال کې چې د افغان ولس د دښمنانو پروړاندې د جګړې په ډګرونو کې د امنیتي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړه، د دغه وزارت له خوا د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د مناسبو او معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
پدې ناسته کې، د سیسټم جوړونې پروژې پلي کولو پورې اړوند ننګونې او ستونزې، د شهیدانو ورثو او د معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو د ورکړې پر وضعیت او د ځینې نور مهم مسایل تر بحث لاندې ونیول شول او اړوندو څانګو ته لارښوونه وشوه چې په یادو برخو کې له پوره دقت او جدیت څخه کار واخلي.