د شهیدانو او معلولینو وزارت او د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د ټولنیزو شوراګانو د استازو ترمینځ د ګډې مشورتي بورډ تاسیس یو له اساسي اړتیاو څخه دی.

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۶:۱۳
d

د شهیدانو او معلولینو وزارت او د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د ټولنیزو شوراګانو د استازو ترمینځ د ګډې مشورتي بورډ تاسیس یو له اساسي اړتیاو څخه دی.

سه شنبه/ 8 چنګاښ/ 1400

د شهیدانو او معلولینو سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ټولنیزو بنسټونو او شوراګانو له استازو سره په کتنه کې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست وویل چې وزارت هڅه کوي په مختلفو ټولنیزو برخو کې د معلولیت لرونکو او شهیدانو وارثینو د ګډون کچه، د کاري پروسو، برښنايي خدمتونو، بانکدارۍ، تادیاتو او شفافیت په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلي فاروقي د یادو بنسټونو اوشوراګانو د استازو ستونزې، نظریات او وړاندیزونه واورېدل او د شهیدانو او معلولینو وزارت او د شیهدانو وارثانو او معولیت لرونکو وګړو د ټولنو او ټولنیزو شوراګانو د استازو تر منځ د ګډ مشورتي بورډ جوړول یې یو له اساسي اړتیاوو څخه وګاڼه.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست وویل چې وزارت د دې مشورتي بورډ د جوړولو په طرحه کار کوي او یاده طرحه به ډېر ژر د شهیدانو وارثانو او معلولینو د ټولنیزو شوراګانو د استازو د نظرونو په پام کې نیولوسره نهایي شي.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو او معلولینو وزارت د ستراتیژیک فعالیتونو او برنامو په تطبیق کې د شهیدانو او معلولینو د وارثینو د شوراګانو او ټولنیزو ټولنو همکاري مهمه وبلله او د همکارۍ پر پیاوړتیا او د وزارت او یادو ټولنو تر منځ د واټن په له منځه وړلو یې ټینګار وکړ.

دغه راز ښاغلي فاروقي د معلولینو ملي ستراتیژۍ جوړول د شهیدانو او معلولینو وزارت یومهم او اساسي ګام وباله او زیاته یې کړه چې د جمهوري ریاست د عالي مقام له منظوري ورسته به په راتلونکو لسو کلونو کې د یادې ستراتیژي په پلي کیدو د معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې عمده ستونزې حل شي.

د معلولیت لرونکو وګړو د بنسټونو او شوراګانو استازو، چې هر یو یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د دې وزارت له رهبري سره شریک کړل، د دې وزارت برنامې او فعالیتونه یې وستایل او هیله یې څرګنده کړه چې د وزارت یادې برنامې به دوی ته د خدماتو وړاندې کولو پروسه ښه کړي.

همداراز دوی د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري او مشرتابه ته ژمنه ورکړه چې د شفافیت، له فساد سره مبارزه او د بریښنايي خدمتونو پروسې د تضمین په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۶:۱۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنو او فعالیتونو د ارزونې پلاوي د معلولینو چارو ریاست د کړنو هر اړخیزه اروزنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هئیت د ارزونې او پلټنې په لړ کې د معلولینو چارو ریاست  د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یاد ریاست ټولو اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي په غزني ولایت کې د دغه وزارت د اړوند ریاست د کړنو ارزونه وکړه

د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مالي  او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان د خپل پلاوی په ګډون د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو هر. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۹:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوندو ریاستونو د ارزونې او پلټنې په لړ کې د شهیدانو د ریاست کړنې و ارزول شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هئیت د ارزونې او پلټنې په لړ کې د شهیدانو ریاست  د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یاد ریاست ټولو اړوندو څانګو. . .

BACK TO NEWS