د شهیدانو او معلولینو وزارت او د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د ټولنیزو شوراګانو د استازو ترمینځ د ګډې مشورتي بورډ تاسیس یو له اساسي اړتیاو څخه دی.

sadiq_admin
Wed, Jun 30 2021 4:13 PM
d

د شهیدانو او معلولینو وزارت او د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د ټولنیزو شوراګانو د استازو ترمینځ د ګډې مشورتي بورډ تاسیس یو له اساسي اړتیاو څخه دی.

سه شنبه/ 8 چنګاښ/ 1400

د شهیدانو او معلولینو سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ټولنیزو بنسټونو او شوراګانو له استازو سره په کتنه کې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست وویل چې وزارت هڅه کوي په مختلفو ټولنیزو برخو کې د معلولیت لرونکو او شهیدانو وارثینو د ګډون کچه، د کاري پروسو، برښنايي خدمتونو، بانکدارۍ، تادیاتو او شفافیت په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلي فاروقي د یادو بنسټونو اوشوراګانو د استازو ستونزې، نظریات او وړاندیزونه واورېدل او د شهیدانو او معلولینو وزارت او د شیهدانو وارثانو او معولیت لرونکو وګړو د ټولنو او ټولنیزو شوراګانو د استازو تر منځ د ګډ مشورتي بورډ جوړول یې یو له اساسي اړتیاوو څخه وګاڼه.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست وویل چې وزارت د دې مشورتي بورډ د جوړولو په طرحه کار کوي او یاده طرحه به ډېر ژر د شهیدانو وارثانو او معلولینو د ټولنیزو شوراګانو د استازو د نظرونو په پام کې نیولوسره نهایي شي.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو او معلولینو وزارت د ستراتیژیک فعالیتونو او برنامو په تطبیق کې د شهیدانو او معلولینو د وارثینو د شوراګانو او ټولنیزو ټولنو همکاري مهمه وبلله او د همکارۍ پر پیاوړتیا او د وزارت او یادو ټولنو تر منځ د واټن په له منځه وړلو یې ټینګار وکړ.

دغه راز ښاغلي فاروقي د معلولینو ملي ستراتیژۍ جوړول د شهیدانو او معلولینو وزارت یومهم او اساسي ګام وباله او زیاته یې کړه چې د جمهوري ریاست د عالي مقام له منظوري ورسته به په راتلونکو لسو کلونو کې د یادې ستراتیژي په پلي کیدو د معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې عمده ستونزې حل شي.

د معلولیت لرونکو وګړو د بنسټونو او شوراګانو استازو، چې هر یو یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د دې وزارت له رهبري سره شریک کړل، د دې وزارت برنامې او فعالیتونه یې وستایل او هیله یې څرګنده کړه چې د وزارت یادې برنامې به دوی ته د خدماتو وړاندې کولو پروسه ښه کړي.

همداراز دوی د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري او مشرتابه ته ژمنه ورکړه چې د شفافیت، له فساد سره مبارزه او د بریښنايي خدمتونو پروسې د تضمین په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS