د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقی په کونړ ولايت کې د ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې ګډون وکړ

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۳:۴۲
cd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقی په کونړ ولايت کې د ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې ګډون وکړ.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير ښاغلي حمیدالله فاروقی نن په کونړ ولايت کې د خپلو لیدنو په ترڅ کې، ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې ګډون او د رسنيو له استازو سره یې د وزارت برنامې شریکې کړې.

نوموړي په دغه ناسته کې د کونړ ولایت ولسونو او د رسنيو استازو ته د کونړ ولايت د خپل سفر او راتګ په اړه مالومات ورکړل.

ښاغلي فاروقي د کونړ ولایت له علمي او سیاسي کادرونو یادونه وکړه او یاد ولایت یې د اتلانو ټاټوبی خطاب کړ. ښاغلي فاروقي معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته خدمتونه وړاندې کول او له دې قشر سره کومک د ټولو دولتي ادارو مسولیت وباله او زیاته یې کړه، ولس ته حساب ورکول د ښه حکومتولۍ ښکارندویي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS