د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقی او ورسره مل پلاوي نورستان ولايت ته سفر وکړ

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۹:۷
xsx

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقی او ورسره مل پلاوي نورستان ولايت ته سفر وکړ

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير، پوهنمل حمیدالله فاروقی د ولايتي سفر په ترڅ کې، د نورستان ولايت ته سفر وکړ او د نورستان له والي ښاغلي عبدالغفور ملکزي سره يې د شهيدانو او معلولينو د حقوقو او امتيازاتو د ورکړې او د خدمتونو د ارایه کولو په تړاو ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې له ښاغلي فاروقی سره د معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عمرا خان منیب او د نورستان د ولایتي ادارې یو شمیر رییسانو هم ګډون درلود.

ښاغلي فاروقی د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د حقوقو او امتيازاتو د ورکولو په برخه کې د اسانتياوو را منځته کولو او بانکي سازۍ په هکله خپل وړاندېزونه، غوښتنې او لارښونې د نورستان له محترم والي سره شريکې کړې.

د نورستان والي ښاغلي عبدالغفور ملکزي له ښاغلي فاروقي او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د نورستان جګړو ځپلو ولسونو د ستونزو د هوارېدو په پار يې دغه ولايت ته سفر کړی او د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د امتيازاتو د ورکړې پروسې او د اسنادونو د څیړنو بهير د چټکتيا په تړاو يې له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او د ستونزو هواري لپاره يې د يو منظم ميکانيزم جوړيدل مهم وګڼل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS