د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د افغانستان د معلولينو د انسجام او همغږۍ ټولنې رهبرۍ او غړو سره وکتل

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۰:۹
ss

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د افغانستان د معلولينو د انسجام او همغږۍ ټولنې رهبرۍ او غړو سره وکتل

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د افغانستان د معلولينود انسجام او همغږۍ ټولنې د رهبرۍ غړو سره ناسته وکړه؛ د معلوليت لرونګو وګړو ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واوريدل.

ښاغلي فاروقي د معلولينو له راتګ مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د دوی لپاره د غوره خدمتونو وړاندي کول يې کاري لومړيتوب دی وویل، چې تېرو څلورو لسيزو جګرو پر افغانانو ناوړه اغيز پريښی او له هېواد، ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع لپاره د ولس او سرتېرو قربانۍ د قدر، ستاینې او درناوي وړ ده.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې معلولينو سره په همکارۍ او همغږۍ به ددې درديدلي قشر د حقونو او امتيازاتو څخه دفاع او د ځواب ويوونکې ادارې رامنځته کولو لپاره به په ګډه مبارزه او هلې ځلې وکړي.

ښاغلي فاروقي د معلولينو پر يووالي هم ټينګار وکړ او د ملي فدراسيون د جوړېدو په تړاو يې د هراړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د معلولينو انسجام او همغږۍ رهبرۍ غړو په استازيتوب ملک محمد ملکزاده خبرې وکړې، وزارت نوې رهبرۍ ته يې مبارکي وويله او په چارو کې يې ورته د بريا هيله وکړه.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د وزارت له رهبرۍ سره به د همغږۍ او همکارۍ په چوکاټ کې کار کوي او له پلانونو او برنامو به يې ملاتړ ته ادامه ورکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS