د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي له معترضو معلولينو سره ليدنه وکړه

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۸:۵۹
sd

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي له معترضو معلولينو سره ليدنه وکړه

نن د مرغومې په درېيمه د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي له هغو معترضو معلولينو سره وکتل، کومو چې د اعتراض په بڼه د ملي شورا په مخ کې د تحصن خېمه وهلې ده.

د ناستې په پيل کې ښاغلي آريوبي له معترضو معلولينو مننه وکړه، چې د نوموړي بلنه يې ومنله او د اړونده مسايلو په تړاو يې له نږدې د بحث کولو لاره غوره کړه.

د معترضو معلولينو په استازيتوب محترم حاجي ملک محمد، محترم مولوي مير آغا، بشير دېره او يو شمېر نورو ګډونوالو خبرې وکړې او په وزارت کې يې د وروستيو پراخو اصلاحاتو ستاينه او ملاتړ وکړ؛ خو په ورته وخت کې يې له ښاغلي آريوبي وغوښتل، چې د معلوليت لرونکو وګړو د شته ستونزو د هواري په موخه دې د دوی غوښتنې، ستونزې، وړانديزونه، اندېښنې واوري او د قانون په رڼا کې دې ورته مناسبه حللاره پيدا کړي.

دوی زياته کړه، د هر ډول معلولينو پاتې حقوق دې حواله کړل شي، د ۱۳۸۰ نه مخکې معلولينو د حقونو په هکله دې له سره غور وشي، د معلولينو اړوند ځينې قوانين دې تعديل شي، له موره د معلول پيدا شوو وګړو او غير جنګي معلولينو ته دې هم حقوق ورکړل شي، د معلولينو ملي فدراسيون د رامنځته شي، په دولتي او غير دولتي ادارو کې دې د معلولينو لپاره د ګومارنې، زده کړو، تحصيلي بورسونو، حج شريف ته تګ او د استوګنځيو وېش زمينې برابرې شي.

دوی زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح په امر د کورنيو چارو وزارت په ملتيا د ښاروالۍ له لوري په کابل ښار کې د دوی عرفې او کار ځايونه له منځه وړل کېږي او د پوليسو لخوا ورسره ناسم چلند ورته نور د منلو نه دی.

دوی ګواښ وکړ، تر څو چې يې مسوولو چارواکو غوښتنې نه وي منلې او ستونزو ته يې مناسبه حللاره نه وي موندل شوې، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

ښاغلي آريوبي ډاډ ورکړ، چې د پورتنيو ذکر شويو ستونزو په تړاو له اړونده چارواکو سره په تماس کې دی او د راتلونکې شنبې په ورځ به په مشرانو جرګه کې د ولسمشر د لومړي مرستيال، کورنيو چارو او ښار جوړونې وزيرانو، ښاروال او د مشرانو جرګې غړو په حضور کې ورته مناسبه حللاره وموندل شي.

نوموړي له دوی وغوښتل، چې ستاسو د قناعت لپاره نوموړي ته تر خپلمنځي سلا او مشورو وروسته يو استازی ور وپيژني، تر څو د شنبې په ورځ په مشرانو جرګه کې ستاسو استازيتوب وکړي او هلته د ستاسو غوښتنې، ستونزې، اندېښنې او وړانديزونه شريک کړي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد په کچه به د معلولينو مدني بنسټونو څخه شپږ کسيزه کمېټه جوړېږي، چې د معلوليت لرونکو وګړو اړونده چارو دوامداره تعقيب به يې مسوليت وي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS