د زابل ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
dsd

د زابل ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د زابل ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د (۲۲۶) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د ورکړې حوالې مستوفیت ته استول شوي دي او له نهایي کېدو سره به یې بانکي حسابونو ته ولېږدول شي. دغو شهیدانو ته (۱۱۲۵۹۱۶۲) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۲۰۴) شهیدانو د حقوقو ورکړې کار په جریان کې دی. دوی ته (۴۳۹۰۰۹۶۲) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
(۲۴) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوقو حوالې مستوفیت کې تر کار لاندې دي، چې د پروسې له بشپړېدو سره به بانکي حسابونو ته ولېږل شي. نظامي معلولینو ته (۱۴۵۷۴۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۱) تن حقوق هم تر کار لاندې دي.
د (۸۷۷) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره ورته (۵۳۰۸۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده. همدارنګه (۲۲۰) ملکي معلولینو د حقوقو حوالې مستوفیت ته لېږل شوي دي او (۵۶۴۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او حقوق یې تر کار لاندې دي، چې ژر به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي. د پاتې (۱۸۱۲) تنو معلولینو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره ورته (۸۸۲۸۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

Back to announcements